د افغان نجونو کډوالي؛ ټولنیزو، رواني او فرهنګي ننګونو سره مخامخېدل

په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو سره هم‌مهاله او د ښځو پر زده‌کړو او ټولنیزو محدودیتونو له امله یوشمېر نجونو په یوازې توګه کډوالۍ ته مخه کړې.

سلام‌وطندار له هغو ۱۸ نجونو سره په خبرو کې چې یوازې کډوالې شوي، موندلې چې دغه نجونې د کډوالۍ په لاره کې له رواني، فزیکي او ټولنیزو ستونزو سره مخ وې.

د نارینه‌ محرم شتون؛ مېرمنې: د تګ‌راتګ پرمهال ستونزو سره مخ یوو

سره له دې چې هېوواد کې مېرمنې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، له کوره د وتلو پرمهال مېرمنو سره د نارینه محرم شتون لازمي‌کېدل، هغه مېرمنې چې خاوندان یې، مسافر دي، له ستونزو سره مخ کړي. ویل کېږي هېواد کې د امربالمعروف او نهې عمن‌المنکر قانون له توشېح وروسته ځینو ولایتونو کې د ښځو پر تګ‌راتګ محدودیتونه زیات شوي دي.

افغانستان ۹میاشتو کې د ۷۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات صادر کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، لړم پنځمه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د تېرو نهو میاشتو پرمهال د ۷۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان کرنیز محصولات له ۱۱ ډېرو هېوادونو ته صادر شوي. د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، پنبه، ممیز، انجه، انځر، پیاز، زعفران او رومي بادنجان افغانستان د صادراتو لویه برخه جوړوي.

کندهار کې له بزګرانو د غنمو پېرلو لړۍ پیل شوه

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل‌الباري فضلي په مشري دغه ولایت کې له بزګرانو د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو لړۍ پیل شوه.

مولوي فضل‌الباري فضلي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې سرپرست حکومت د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې کوي او په ځانګړي ډول د خپلو بزګرانو هوساینې او پرمختګ ته پام لري.

د عبدالکبیر او دېکسن لیدنه؛ د برېټانیا او ا.ا ترمنځ پر دوامداره تعامل ټينګار شوی

د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت شارژدافیر  رابرت دیکسن وايي، دغه هېواد له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی.

دیکسن د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره د لیدنې پرمهال ټينګار کړی چې برېټانیا له ا.ا سره د تعامل د دوام غوښتونکی دی او په وینا یې، دغه هېواد کې د ا.ا ضد فعالیتونو ته اجازه نه‌ورکول کېږي.

لوګر کې په ۷ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبورسولو شبکه جوړه شوه

لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې(UNICEF) له لوري د دغه ولایت په بره‌کي برک ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه. دین‌پرور په ولسي وګړو غږ وکړ چې د ا.ا او نړیوالو بنسټونو له لوري پرانېستل شویو پروژو په سمه توګه ساتنه وکړي.

پر ایران د اسراییلو برید؛ د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی

پر ایران د اسراییلو له هوايي برید وروسته د دغه هېواد چارواکي وايي چې د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د ایران د هوايي چلند ادارې CAO ویاند جعفز یازارلو دولتي رسنیو ته ویلي چې الوتنې نن سهار ۹ بجې بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

حزب‌الله ډله: د اسراییلو پوځي مرکزونه او سرتېري مو په نښه کړي

د ایران له ملاتړ برخمنې ډله، حزب‌الله وايي چې عیتا‌الشعیب سیمه کې یې، د اسراییلو پر پوځي مرکزونو او سرتېرو راکېټي بریدونه کړي دي.

دې سیمه کې حزب‌الله له تېرو دوو اوونیو راهیسې له اسراییلي ځواکونو سره په منظمه توګه په نښته دي.