سوباجي: ترکیي سریالونه ۱میلیارډ لیدونکي او ۱۱۰ هېوادونه کې خپرېږي

د ترکیې ملي راډیو ټلوېزیون مشر وايي چې د دغه هېواد تولید شوي سریالونه پر ۵۰ بېلابېلو ژبو دوبله شوي او د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې د ټلوېزیونونو او نورو خپرېدونکو شبکو له لوري خپرېږي. سوباجي په دغه غونډه کې همداراز ادعا کړې چې د ترکي سریالونه او ډرامې، شاوخوا یو میلیارډ لیدونکي لري.