کابل کې د بوټ‌ګنډونکو روزګار؛ «ډېری وخت لس افغانۍ کور ته وړم»

د ورځې لس بجې دي؛ د کابل ښار پر یوه سړک د لاسي توکو پلورونکي د خپلو توکو پر برابرولو لګیا دي. د منځني عمر یو کس چې له نورو مخکې راغلی، د رنګ څو بوتلونه، بُرس او د موچي‌توب نور وسایل یې، څنګ په څنګ اېښي او دیوال ته یې، تکیه کړې. عزیزالله هره میاشت ۱۵۰۰ افغانۍ د کور کرایه، شاوخوا ۶۰۰ افغانۍ د برښنا بل او تر ۵۰۰ افغانۍ هم د اوبو لپاره لګښت ورکوي.

د ګوزڼ ضد واکسین نه‌ورکړه؛ تخار کې د یوې کورنۍ ۳غړي پر پولیو اخته شوي

د هېواد یوشمېر لرې‌پرتو سیمو کې لا هم ګڼې کورنۍ شته چې نه‌غواړي خپلو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي.

تر ډېره د ګوزڼ ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي نشتوالی د کورنیو له لوري ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د نه‌تطبیقولو مهم لامل بلل کیږي.

سروهای پژمرده؛ شعري ټولګه چې د شاعرې له حضور پرته کره‌کتنې ته وړاندې شوه

د ژوند ناخوالې شېبې د شعر په ویلو خوږې کوي. د ژوند هره شېبه یې، شعر پورې تړلې او له شعر پرته ژوندکول ورته له تصور لرې دی. «ژوند له شعر پرته امکان نه‌لري. کله چې یو څوک خوړو سره مینه لري، یا د خوښې رنګ چې تل یې، غواړي، وې‌کاروي، شعر هم همداسې دی؛ له شعر پرته د ژوند تصویر نه‌کېږي او ژوند نه‌شي کولای.»