د تحصیلي څانګو ټاکنه؛ ۳۱.۲سلنه ځوانان وزګاره او ۲۳.۳سلنه د رشتو خلاف کار کوي

هېواد کې ډېری ځوانان تحصیلي څانګې د کورنیو په خوښه او یا د خپلې لېوالتېا له مخې ټاکي، خو ټاکل شوې څانګې څخه تر فراغت وروسته دغه ځوانان د دندو په موندلو کې پاتې راځي او اړ دي چې د خپلې رشتې خلاف دنده وکړي. سلام‌وطندار په دغه راپور کې له هغو ځوانانو سره مرکې کړي چې د تحصیلي رشتو خلاف دندې کوي او وزګاره دي.

پر رسنیو محدودیتونه؛ یولدوز مسرور: ناهیلې نه‌یم او کار ته دوام ورکوم

یلدُز مسرور ۳۰ کاله وړاندې فاریاب کې زېږېدلې او له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې یې، دغه ولایت کې رسنیز فعالیتونه کړي دي. له خبریالۍ سره د هغې مینه له ټولو سختیو او ستونزو سره مل وه، خو دا د ټولو ناخوالو پر وړاندې درېدلې او خپله هیله یې، له لاس نه‌ده ورکړې. مسرور د خبریالۍ پرمهال هڅه کړې چې خپل شخصي ژوند او مسلکي چارو ترمنځ انډول وساتي.

هلمند کې د څو لسیزو په ټپه ولاړه یوه تولیدي کارخونه بیا فعالېږي

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د  شیدو د پروسس او د لبني تولیداتو هغه کارخونه چې د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه او د تېرو څو لسیزو جګړو پرمهال يې هرڅه له‌منځه تللي وو، د کرنې ریاست په هڅو د خصوصي سکتور په همکارۍ بیا ځلې جوړېږي.

خپلو کې وادونه؛ «خاله‌زوی سره د واده له امله مې ماشوم د زړه سوري ناروغي لري»

افغانستان کې د خپلوانو ترمنځ وادونه د کورنیو جوړښتونو له امله دود او پراخ دي؛ خو دغه وادونه جینیتکي ناروغۍ له ځان سره لري چې د سختو ناروغیو او د اولادونو روغتیا ګواښلی شي.

سلام‌وطندار په دغه راپور کې له لسو هغو مېرمنو او خاوندانو سره مرکې کړي چې په خپلو کې یې، وادونه کړې دي.