مېرمنې او بې‌مسوولیته خاوندان؛ «د چرګې هګۍ خرڅوم، څو لګښتونه پرې برابرکړم»

سلام‌وطندار له ۲۲ مېرمنو سره مرکې کړې چې خاوندان یې، په سمه توګه د کورنۍ سرپرستي نه‌کوي او خپل مسوولیتونه سر ته نه‌رسوي.

دغه مېرمنې چې د ژوند اړتیا برابرولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د خاوندانو له ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند هم شکایت لري.

حزب الله د اسراییل د لومړي وزیر پر کور د ډرون برید کړی

د حماس د سیاسي دفتر د مشر یحیی سېنوار له وژل کېدو وروسته، منځني ختیځ کې د کړکېچن وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتې شوي دي.

پر غزې د اسراییلو هوايي بریدونه لاهم دوام لري او د خپرو شویو راپورونو له‌مخې، د دغو بریدونو د وروستي هغه برید پرمهال غزه کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د کرنیزو محصولاتو نندارتون ته د مېرمنو خوش‌بیني؛ «پلور مو ښه دی»

د کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱م‌ خزاني نندارتون یوشمېر ګډونوالوالې مېرمنې وايي، د نندارتونونو جوړول د دوی بازارموندنې ته زمینه برابره کړې او باید دې برخې ته ډېر پام وشي. ۲۰کلنه سویتا د روپاني شرکت کارکوونکې ده. دا وايي، یاده کارخونه کې څه باندې ۶۰ کسان کار کوي.

«په ناکامۍ مې خوښه یم؛ ځکه غواړم یو بل کال هم ښوونځي ته لاړه شم»

په یوې څنډه کې ناسته ده او ورو خپل درسونه لولي؛ د ښوونځي پرانېستلو ته په تمه ده؛ نږدې ورغلم او له سلام ویلو وروسته مې ترې نوم وپوښت؛ په مسکا یې، ځواب راکړ او وویل «بهار یم، د شپږم ټولګي زده‌کوونکې.»

۱۲کلنه بهار د کابل اوسېدونکې ده او د روان ښوونیز کال وروستۍ میاشتې یې دي. دا چې ښوونیز کال په پای ته رسېدو دی، ناهیله ده او له سرپرست حکومت غواړي چې نجونې زده‌کړو ته پرېږدي.

بامیکا بنسټ ۱۵ نجونو او مېرمنو ته د خیاطي زده‌کړې او کار زمینه برابره کړې

د بامیان یکاولنګ ولسوالي یوې څنډه کې له زده‌کړو او کار محرومې یوې مېرمنې ته  زده‌کړو او کار زمینه برابره شوې.

ربابه واحدي کلونه وړاندې د ۵۰زره افغانیو په لګښت د «بامیکا» په نوم د ښځو لپاره د خیاطي زده‌کړې او کار لپاره کارخونه جوړه کړې چې اوس په‌کې مېرمنې هم خیاطي زده‌کوي او هم کار کوي.