له ۲۰۲۱کال راهیسې ۱.۶ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.
د بادغیس-فاریاب پر لاره د وسلهوالو غلو برید کې ۱۰ کسان مړه او ټپیان شوي د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت او بادغیس ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د وسلهوالو غلو د برید له امله پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند عبدالله مرادي رسنیو ته ویلي، پېښه پنجشنبه، تلې ۲۶مه هغه مهال رامنځته شوې چې یادو وسلهوالو غلو پر یوه پلانکوچ موټر برید وکړ.
پکتیا کې په څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شاوخوا څلورنيم ميليونه افغانيو په لګښت د دوه کانالونو، دوه سربندونو او محافظوي ديوالونو د جوړېدو چارې پيل شوې. د خبرپاڼې له مخې، په سيدکرم ولسوالي کې به د ۱۳ متره سربند، د ۲۴ متره په اوږدوالي محافظوي ديوال او د ۱۰ مترو په اوږدوالي يو کانال جوړ شي.