انلاین زدهکړې؛ «اندېښمنه یم چې څه به زدهکړم، که نه؟»
هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو پر وړاندې تر امرثاني پورې د ښوونځیو له تړلکېدو وروسته، ګڼشمېر نجونو زدهکوونکو پر لیکه یا انلاین بڼه د زدهکړو لار نیولې.
یوشمېر دغه نجونې زدهکوونکې سلاموطندار ته وايي، که څه هم په انلاین توګه خپلې زدهکړې کوي، خو په وینا یې، هېواد کې په حضوري بڼه د خپلو زدهکړو راتلونکې ته اندېښمنې دي.