پر نشه‌لرونکو درملو روږدي‌کېدل؛ «د جګرخونۍ هېرولو لپاره زېګپ او ټراماډول کاروم»

سلام‌وطندار له ۱۸هغو ځوانانو سره چې نشه‌‌لرونکي درمل کاروي، مرکې کړي او د مرکو پایلې ښيي چې دغه درمل په ټيته بیه پیدا کېږي او لاسرسی ورته اسانه دی. دې مرکو کې ځوانانو سلام‌وطندار ته ویلي چې نشه‌‌لرونکي درمل د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په هره برخه کې د درملو عمده پلورونکو او د مواد خرڅوونکو څخه په اسانه توګه اخیستلی شي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستو راټولولو ځانګړې اوونۍ پیل کړه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، یادې ټولنې سره د مرستې په موخه یې، د مرستو راټولولو سراسري کمپیان جوړ کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، تلې ۲۴مه، کابل کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ د نمانځ‌غونډه کې کړې دي.

پر غلام‌خان بندر د لېږد‌رالېږد زیاتوالی؛ سوداګر: ۲ورځې بند او ۵ورځې خلاص وي

د هېواد د یوشمېر سوداګریزو بندرونو له تړل‌کېدو او لېږد رالېږد کچې کمېدو سره هم‌مهاله د خوست غلام‌خان بندر له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې.

که څه هم پر دې لارې د سوداګریزو لېږ رالېږد زیات شوی، خو سوداګر او موټرچلوونکي وايي، پاکستانی لوری کمو موټرو ته د تګ اجازه ورکوي چې له کبله یې، ډېری توکي او مالونه خرابېږي.

لوګر کې ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق پرانېستل شو

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې یې په مرکز پل‌علم کې ښوونکو ته د کوچنیو پورونو ورکولو صندوق پرانېستلی دی.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب سلام‌وطندار ته وویل، پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره په لوګر کې د بې‌وزله ښوونکو د لاسنیوي په موخه د پورونو ورکولو صندوق پرانېستلی دی. د ده په وینا، له یاد صندوق پرانېستلو څخه یې موخه د بې‌وزله ښوونکو لاسنیوی او ملاتړ کول دي.

پکتیا کې په څه باندې ۲۳ ميليونه افغانۍ شنې‌خونې جوړېږي

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سبزیجاتو شنې‌خونې جوړېږي.

دغه شنې‌‌‌خونې په مرکز ګردېز او څلورو ولسواليو کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري د څه باندې ۲۳ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

اسراییلو پر لبنان ۲۰۰ توغندي وېشتلي

د اسراییلو پوځ وايي چې د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال لبنان کې د حزب‌الله ډلې پر مرکزونو ۲۰۰ توغندي وېشتلي دي.

د اسراییلو د پوځي عملیاتو اصلي تمرکز د لبنان پلازمېنې بیروت ښار په ختیځ بقاع سیمه کې او د سوېل اړوند سیمو کې دی، چېرته چې د اسراییلو ځواکونو او د ملګروملتونو سوله‌ساته ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا رامنځته شوې.

د اسراییلو تازه بریدونه؛ ۴۵کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د وروستیو بریدونو پرمهال ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیري خبري شبکې نن سه‌شنبه، اکتوبر ۱۵مه راپور ورکړی چې په وژل شویو کې یوه لسیز کسیزه کورنۍ هم شامله ده چې د اسراییلو په بریدونو کې یې، ژوند له لاسه ورکړی دی.

امریکا: ایران دې د ټرمپ پروړاندې له دسیسو لاس واخلي

د امریکا متحده ایالتونو ایران ته خبرداری ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې له هر ډول دسسو ډډه وکړي.

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت ته دا هم په ډاګه کړې چې واشنګټن به د ټرمپ ژوند ته د ګواښ پېښول، د جګړې په معنی وبولي.