پر «روماتېزم» یوشمېر اخته مېرمنې روغتیايي امکاناتو له نه لاسرسي شکایت کوي

پر روماتېزم ناروغي یوشمېر اخته ښځې شکایت کوي چې په روغتونونو، په تېره دولتي هغو کې د دې ناروغي د درملنې امکاناتو ته لاسرسی نه‌لري او وايي، په یادو روغتونونو کې د امکاناتو کمښت او د دوی کمزوری مالي وضعیت لامل شوي چې درملنه یې پاتې شي. د کابل اوسېدونکې شبنم لس کاله کېږي چې پر روماتېزم ناروغي اخته ده. هغه وايي، د پښو او لاسونو سخت دردونه او د وجود د غړیو نه خوځښت یې ځوروي.

امریکا اسراییلو ته د توغندیو ضد وسله ورکوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې هېواد یې د اسراییلو د هوايي دفاعي سېسټم د پیاوړتیا لپاره د توغندیو ضد یوه پرمختللې وسله (ټاډ) دغه هېواد ته ورکوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بایډن دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه کار د ایران د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د اسراییلو د هوايي دفاعي سېسټم د ملاتړ په موخه کوي.

لغمان کې ښځینه معلولانې د زده‌کړو او کار غوښتنه کوي

د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکې وجیه هغه نجلۍ ده چې د عمر ۲۲م پسرلی یې زرغون شوی، خو سترګې یې کار نه کوي او تراوسه یې هېڅ نه‌دي لیدلي. د هغې دوه ورونه او دوه خویندې هم ړندې دي، خو یوازې دا د مهترلام ښار د نابینایانو په لېسه کې زده‌کړې کوي.