د شانګهای همکاریو سازمان غونډه د ا.ا له استازي پرته په پاکستان کې جوړېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد به د روانې زېږدیزې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ا.ا دې غونډې ته نه‌دی ور بلل شوی. د خبرپاڼې له ‌مخې، په یاده غونډه کې به د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه پر اقتصادي، سوداګریزو، د چاپېریال اړوند او فرهنګي همکاریو خبرې وکړي.

د تریخي ناروغي په اړه نه پوهاوی؛ یوشمېر ښځې یې له کبله په خپل سر درمل خوري

د تریخي ناروغي په اړه نه پوهاوی او په ښځو کې د دې ناروغي نه تشخیص لامل شوی چې پرې اخته یوشمېر ښځې په خپل سر درمل وخوري. سلام‌وطندار په دغه راپور کې له اوو ښځو سره چې د تریخي پر ناروغي اخته دي، مرکې کړي او دا یې موندلې چې هغوی د معدې او سینه کې د درد او ستړیا له کبله د خپلسرو درملو خوړلو ته مخه کړې او په وینا یې، د معدې درد یې ورسره ارام شوی هم دی.

بادغېس کې دوه ماشومان څاه ته لوېدلي او مړه شوي‎

د بادغېس د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت ولسوالي په بالامرغاب ولسوالي کې دوه ماشومان څاه ته لوېدلي او مړه شوي دي.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادو ماشومانو پرون (د تلې ۲۱مه، شنبه) د بالامرغاب په پنیرک سیمه کې د یوې ژورې څاه ترڅنګ لوبې کولې چې ور لوېدلي او مړه شوي دي.

بلوچستان کې د څلورو وژل شویو افغانانو جسدونه افغانستان ته را لېږدول شوي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د ډبرو سکرو په یوه کان کې د اوو افغان کارګرو جسدونه یې د هغو کورنیو ته سپارلي دي.
دغه سفارت پرون ناوخته (د تلې ۲۱مه، شنبه) پر اېکس لیکلي چې د څلورو افغان کارګرو جسدونه یې افغانستان ته لېږدولي او د درېوو نورو یې په کویټه کې د هغو کورنیو ته سپارلي دي.