تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴۵فلسطینان مړه او ۱۳۰ ټپیان شوي

د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰ نور ټپیان دي.

اسراییلي ځواکونو د غزې شمال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او شاوخوا ۴۰۰زره کسانو ته یې، د وتلو امر کړی دی.

درېوو ادارو باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اېس‌لاکر لګولو تړون لاسلیک کړ

د ټرانسپورټ او مالیې وزارتونو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست ترمنځ په هېواد کې د ډاډمن ټرانزیټ او پانګونې جذب په موخه باروړونکو موټرو کې د ځیرک قلفونو لګولو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون نن چهارشنبه، تلې ۱۸مه کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال لاسلیک کړ.

پکتیکا کې په ۳میلیونه افغانۍ يتيمو او بې‌سرپرسته کورنيو ته ۲۰ کورونه جوړ شول

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري یتیمو او بې‌سرپرسته کورنیو ته د هستوګنې ۲۰ کورونه جوړ  او سپارلي دي.

دغه کورونه د یاد ولایت په خوشامند ولسوالي کې د «المواسات خیریه بنسټ» له لوري جوړ شوي چې د ولايتي مسوولانو  له‌خوا بې‌سرپرسته او یتیمو کورنیو ته وسپارل شول.

د بدخشان کروندګر: سږکال مو د للمي غنمو او وربشو حاصلات کم دي

بدخشان کې د تېرکال په پرتله سږکال د للمي غنمو او وربشو حاصلات د پام وړ کم شوي دي. د یادو حاصلاتو کمښت د اصلاح شویو تخمونو کموالی او ټیټ کیفیت یاد شوی دی.

د دغه ولایت یوه کروندګر وجهه‌الدین سلام‌وطندار ته وايي، کروندګر د اړوند ادارو ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري او شته ستونزې یې، باید هوارې شي.