میدان‌وردګ کې د مېوو سوداګریز مارکېټ پرانېستل شو

د میدان‌وردګ د ښاروالي له لوري په مرکز میدانښار کې د تازه مېوې د راکړې ورکړې لپاره لوي سوداګریز مارکېټ پرانېستل شوی دی.

د یاد مارکېټ پرانېستې مراسمو ته د دغه ولایت مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ وویل، د میدان‌وردګ اوسېدونکو په ځانګړې توګه د بڼوالو لپاره دا یوه لویه لاسته‌راوړنه ده.

نعیم قاسم: حزب‌الله به لومړی ونه‌ژاړي

د حزب‌الله ډلې مرستیال نعیم قاسم وايي چې د اسراییلو او د یادې ډلې ترمنځ جګړه، هغه نښته ده چې لومړی په څوک وژړوي او په وینا یې، حزب‌الله به لومړی ونه‌ژاړي.

رویټرز خبري ژانس نن سه‌شنبه، اکتوبر اتمه راپور ورکړی چې نعیم قاسم ویلي چې د یوه کال جګړې په تېرېدو سره یې، توان لا پرځای پاتې دی.

لوګر کې د انځورګرۍ او خطاطۍ هنر کمرنګه شوی

د لوګر یوشمېر فرهنګ‌پال سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د انځورګرۍ او خطاطي هنر کمرنګه شوی دی.

د دوی په وینا، د خطاطي او انځورګرۍ هنر ته د ځوانانو او فرهنګ‌پالو نه پاملرنه، د باتجربه او مسلکي ښوونکو نشتون او د چاپي خدمتونو د مرکزونو زیاتوالی، د دغه هنر د پیکه‌کېدو مهم لاملونه بولي. د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هرکال د خطاطۍ او انځورګرۍ نندارتونونه او ورکشاپونه جوړوي.

کروندګر: د اقتصادي ستونزو له امله اړ یو د کوکنارو کښت ته مخه کړو

هېواد کې یوشمېر کروندګر وايي، که د سرپرست حکومت له لوري ورته د بدیل کښت زمینه برابره نه‌شي، اړ دي چې د اقتصادي ستونزو له امله بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

دغه کروندګر چې په تېر یوه کال کې یې د کوکنارو د کرلو پر ځای نورو کښتونو ته مخه کړې، شکایت لري چې د نشه‌يي توکو بدیل کښت ته لاسرسی نه‌لري.

کندهار کې پر ۱۴۹۰ بڼوالو د حاصلاتو راټولولو اړین توکي وېشل شوي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې پر ۱۴۹۰ بڼوالو د حاصلاتو د راټولولو اړوند اړین توکي وېشل شوې دي.

د مرستو دغه لړۍ چې څه موده مخکې پیل شوې وه، د یاد ولایت پنجوايي او زېړۍ ولسوالیو کې پر ۳۰۹ بڼوالو د مرستو وېش سره، د مرستو ترلاسه‌کوونکو شمېر ۱۴۹۰ ته رسېدلی دی.