پاکستان کې وسلهوال بریدونه؛ ۱۶ سرتېري وژل شوي او لسګونه ټپیان دي
د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمو کې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو د وسلهوالو بریدونو پرمهال ۱۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
لومړی برید د یاد ایالت په کُرمه ولسوالي کې شوی چې پهکې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.