بهرنیوچارو وزارت: افغانستان کې هېڅ ډول تبعیض شتون نه‌لري

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ادعا کړې چې سرپرست حکومت افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبني تعصب ته لمن وهي. خو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هېواد کې هېڅ ډول تبعیض او تعصب شتون نه‌لري.

کندهار کې په ۱۰۶زره ډالرو د «ملالۍکانال» چارې بشپړې شوې

د کندهار په میوند ولسوالي کې د ۱۰۶زره امریکايي ډالرو په لګښت د ملالۍ په نوم کانال چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد کانال د پرانېستېدو مراسمو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو سربېره د کندهار محلي مسوولانو هم ګډون کړی وو.

لوګر کې یو ۱۳کلن ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ازاد شوی

د دغه ولایت امنیه قومندان مولوي محمدالدین شاه محبت پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، یاد ماشوم چې شاوخوا ۱۳ کاله عمر لري او په اصل کې د محمداغې ولسوالي «سفیدسنګ» سیمې اوسېدونکي دی، درې میاشتې وړاندې د پل‌علم له «هون‌سفلی» سیمې څخه نادرکه شوی و.

اسراییلو لبنان کې د حزب‌الله له‌منځه وړو لپاره ځمکني عملیات پیل کړي

وروسته له هغې چې اسراییلو لبنان کې د حزب‌الله له‌منځه وړو لپاره د لنډمهاله عملیاتو اعلان وکړ، اسراییلي ځواکونه دغه هېواد ته ننوتي.

د ځمکنیو عملیاتو پیل سره هم‌مهاله اسراییلو د بیروت سوېل کې د حزب‌الله اړوند مرکزونه هم په نښه کړې دي.

پر خرسون د روسیې برید؛ شپږ کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي

اوکرایني چارواکي وايي چې د دغه هېواد سوېل کې پر خرسون ښار د روسیې د بریدونو له امله شپږ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، شپږ نور کسان هم په یوه تم‌ځای کې د برید له کبله ټپیان شوې دي. بریدونه نن سه‌شنبه، اکتوبر لومړۍ شوې دي.

پر کونړ سیند د کښتۍ ډوبېدو له امله اته کسان مړه شوي

د ننګرهار کوزکونړ ولسوالي اړوند کاشکوټ سیمه کې پر کونړ سیند د کښتۍ ډوبېدو له امله اته کسان مړه او نهه نور ټپیان شوې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌ الله قریشي وایي، د کوزکونړ ولسوالي د کاشکوټونو او سربند سيمه کې پرون ناوخته د «تیزې سيلۍ» له امله يوه ۱۷ کسيزه کښتۍ اوښتې چې اته کسانو په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پکتيکا کې د مرغانو ښکار په تور څلور کسان نيول شوي

پکتیکا کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د مرغانو د ښکار په تور څلور کسان نیول شوې دي.

د پکتيکا ولايت مقام څخه نن «سه‌شنبه، تلې لسمه» په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د مټاخان ولسوالي د احمدزيو په سيمه کې نیول شوي دي. خبرپانه کې ويل شوي چې له نيول شويو کسانو سره د ښکار وسایل او همدارنګه ۱۲ بېلابېل ډوله مرغان هم ترلاسه شوې دي.