غزني کې د «د شونډو او تالو چاود» ماشومانو وړیا درملنه کېږي

غزني کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د پرې شونډو او تالو ماشومانو په وړیا توګه د عملیاتو بهیر روان دی.

دغه عملیات چې له کابل څخه دغه ولایت ته د ورغلې روغتیايي ډلې له‌خوا کېږي، د روانې اوونۍ تر پایه به د یاد ولایت ټول تالو او پرې شونډې ماشومان عملیات شي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ هېواد کې د درېوو کلونو پرمهال ورزش وده کړې

په دې راپور کې د ملي لوبدلو له اتو او د نورو برخو له لسو ورزشکارانو سره خبرې شوې دي. د یادو ورزشکارانو له ډلې، لسو هغو یې، ویلي چې د درېوو کلونو پرمهال افغانستان کې ورزش د پام وړ وده کړې. سلام‌وطندار د بېلابېلو برخو له ۱۸ ورزشکارانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال هېواد کې ورزش د پام وړ پرمختګ کړی دی.

لوګر کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالي پيل شوې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وايي چې د ولایت په کچه د ٣٢ مخکښو لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د فوټبال سیالي پیل شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر انجینیر مزمل نعیم‌زی سلام‌وطندار ته وايي چې یادې سیالي د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال عمومي فدراسيون له لوري جوړې شوي دي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د اسراییلو بریدونه؛ لبنان کې د حماس لوړپوړي چارواکي په نښه شوي

د فلسطین حماس او یوه بله ډله وايي چې د اسراییلو په هوايي بریدونو د یادې ډلې څلور لوړپوړو چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

حماس ویلي چې د یادې ډلې یو لوړپوړی چارواکی فتح‌شریف ابوالامین نن دوشنبه، سپټمبر ۳۰مه، له خپلې مېرمنې، زوی او لور سره یوځای د سوېلي ښار په طیر کې د کډوالو په یوه کمپ کې په نښه شوې دي.

یوه کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴.۵۰سلنه لوړ شوی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د تېر یوه کال پرمهال د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴.۵۰سلنه لوړ شوی دی.

یاد معاونیت نن دوشنبه، تلې نهمه پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې د تېرکال وږي پر ۳۱مه یو ډالر۷۸.۷۶ افغانۍ و، خو سږکال د وږي پر ۳۱مه یو ډالر ۶۸.۸۸ افغانۍ ته راښکته شوی دی.