هلمند کې د طبیعي کبانو د نیولو په تور د کبانو پخلنځي تړل شوي
د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالي کې د طبیعي کبانو د غیرقانوني نیونې له امله د کبانو څلور پخلنځي تړل شوې دي.
د مسوولانو په وینا، درې پخلنځي په ګرشک او یو پخلنځی په لښکرګاه کې تړل شوی دی.