جوزجان کې په څه باندې درې میلیونه افغانۍ ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي
د جوزجان پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د درې میلیونه او ۶۲۰زره افغانیو په ارزښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د مسوولانو په وینا، د ښوونځي دغه ودانۍ د اقچه ولسوالي په بیشاریغ کلي کې جوړېږي او مالي لګښت یې، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف لهخوا ورکول کېږي.