برېکس غونډه کې د ا.ا د ګډون غوښتنه؛ کارپوهان: اقتصادي او سیاسي ګټې لري

د روسیې دولتي خبري اژانس «ریانووستي» له‌خوا په خپور شوي یوه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال ته په یوه لیک کې د برېکس جوړېدونکې غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې. دا ډله روان کال د مصر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.

روسیه کې د ای‌فون‌۱۶ پېر ته غوښتنې زیاتې شوي

د اپل شرکت خپل نوی ای‌فون ۱۶ موبایل تېره اوونۍ بازار ته وړاندې کړ چې ځانګړنیو بازار کې د دغه موبایلونو پېر ته غوښتنې زیاتې کړې دي.

د ای‌فون موبایلونو د پلور یوې نمایندګي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نورو هېوادونو په پرتله روسیه کې ای‌فون ۱۶ ته د خلکو تقاضا ۱۵سلنه لوړه شوې. ای‌فون‌۱۶ پرومکس، یو ټي‌بي‌ بیا امریکا ۱۵۹۹ ډالره دی او روسیه کې یې، بیه ۲۴۹۹۹۹ «۲۷۱۰ ډالر» روبل ښودل شوې.

کندوز کې په  ۴۵۰زره ډالرو یو روغتیايي مرکز جوړېږي

د کندوز محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري له‌خوا په ۴۵۰زره ډالرو یو روغتیايي مرکز جوړېږي.

دغه روغتیايي مرکز د کندوز د چهاردرې ولسوالي په نواباد کلي جوړېږي. افغانستان کې د یو‌اې‌‌اېچ‌سي‌ار سیمه‌ییز دفتر مسوول عرفات جمال وايي چې د یاد روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به د سیمو شاوخوا اووه زره خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

هلمند کې د خپلې مېرمنې قاتل نیول شوی

هلمند کې محلي چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو له لوري هغه کس نیول شوی چې خپله مېرمن یې، په کاڼو وژلې وه.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وايي، یاد کس د سنګین ولسوالي ساروان کلا سیمه کې نیول شوی دی.

ټرمپ: که بریالی نه‌شم، نور ځان نه‌ نوماندوم

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، که نومبر کې د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی نه‌شي، نور به هېڅ‌کله ولسمشر ته ځان نوماند نه‌کړي.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، دی باوري دی چې ولسمشریزو ټاکنو کې به بریالی شي. امریکا کې شوې سروې ښايي چې ډونالډ ټرمپ او د هغه سیاله کاملا هارېس په هغو ایالتونو کې چې د ولسمشر په ټاکلو کې مهمه ونډه لري، یو شان روان دي.