کابل ښاروالي: هر څوک کولای شي تر ۱۰ پوړه ودانۍ جوړې کړي

د کابل ښاروالي مسوولان وايي پلازمېنه کابل کې د ودانیو جوړولو کار ته اجازه ورکړل شوې او هر کس کولای شي، له یوه تر لس پوړه ودانۍ جوړه کړي.

د مسوولانو په وینا، د ودانۍ جوړونکي کس د ملکیت تثبیت باید شوی وي او د کابل ښاروالي اجازه‌لیک هم ترلاسه کړي.

هرات کې یوه زده‌کړیال موټر جوړ کړی

هرات کې د روح‌الله عزیزي په نوم یوه زده‌کړیال د ۵۳۰زره افغانیو په لګښت یو موټر جوړ او نندارې ته وړاندې کړی دی.

روح‌الله عزیزي چې د انجینیري پوهنځي د دویم کال زده‌کړیال دی، وايي، د رباتونو او ماشینونو جوړولو سره یې، لېوالیتا ډېره ده او په وینا یې، دغه موټر یې د څلور میاشتو په موده کې جوړ کړی دی.

زابل کې تېرکال خلکو په ۲۵ میلیونه افغانۍ اته پُلونه جوړ شوي

د زابل امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښت په ۲۵ میلیونه افغانۍ اته پُلونه جوړ شوې دي.

د زابل ارغنداب ولسوالي امنیه قومندان حاجي نورلله صدیقي وایي، دغه پُلونه د امنیه قومنداني په همکاري او د خلکو په مالي ملاتړ تېرکال جوړ شوې دي.

تېرکال هېواد کې څه باندې یو میلیون مېګاواټه برښنا تولید شوې

د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولان وايي چې د تېرکال پرمهال هېواد کې یو میلیون، ۲۰۶زره او ۶۷۱ مېګاواټه برښنا تولید شوې ده.

د یاد ریاست مسوولانو په وینا، له دې سربېره د تېرکال پرمهال ۵ میلیونه ۶۷۲زره او ۷۹۶ مېګاواټه برښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته وارده شوې.

د غلام‌خان لارې بندېدل؛ سوداګر د میلیونونه افغانیو زیان سره مخ دي

خوست کې د غلام‌خان بندر د کمېساري مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د شوې جګړې له امله دغه لار له تېرو دوو ورځو راهیسې تړلې.

د غلام‌خان بندر کمېسار مولوي بهايي‌‌جان بلال «شنبه، وږي ۳۱مه» سلام‌وطندار ته وویل چې لاره د وړمې شپې جګړې له کبله تړل شوې.