لوګر کې به زرګونو څارویو ته د لمپي‌سکېن ضد واکسین ورکړل شي

د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام یاFAO د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو کې زرګونو لویو او وړو څارویو ته د لمپي‌سکېن په نوم د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین پیل کړی دی.

د کابل ډاکټران: د ناطبیعي زېږون کچه لوړه شوې ده

یوشمېر میندې په کابل کې د ناطبیعي زېږون د کچې له لوړې سره هم‌مهاله وايي، ناطبیعي زېږون د طبیعي زېږون هغومره سختي نه‌لري او همدا لامل دی چې په کابل کې یې کچه لوړه شوې ده.
خو نسیمه چې د ناطبیعي زېږون تجربه لري وايي، د طبیعي زېږون په پرتله د ناطبیعي هغه سختي کمه ده. په کابل کې د نسايي‌-‌ولادي څانګې ډاکټره لطیفه زاهد وايي، اوس د پخوا په پرتله د ناطبیعي زېږون کچه لوړه شوې ده.

سراج‌الدین حقاني: ارام افغانستان پر افغانانو د چا نه‌لورېږي

د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي چې افغانستان کې امن ټينګ شوی او دا امن پر افغانانو د چا نه لورېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د پکتیا سیدکرم ولسوالي کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي. هغه د سيدکرم ولسوالي اوسېدونکو ته ژمنه ورکړه چې يادې ولسوالي ته برښنا ورکړه او ځینې نورې پروژې به په نږدې ورځو کې پیل شي.

بهرنیوچارو وزارت: د بندیزونو لرې‌کولو برخه کې پرمختګ شوی

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د سرپرست حکومت د اغېزناکه ډیپلوماسۍ په رڼا کې د بندیزونو د لرې‌کولو او له تورنوملړ څخه د یو‌شمېر افغان چارواکو د نومونو اېستلو برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د یاد وزارت مسوولان دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه، وږي ۲۹مه کابل کې د خپلو یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح‌ پروګرام کې کړې دي.

پکتيکا کې په ۷ ميليونه افغانۍ د دوو چک‌ډېمونو چاري بشپړې شوې

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شاوخوا اووه میلیونه افغانۍ د دوو چک‌ډېمونو چارې بشپړې شوې دي.

د پکتيکا ولايت مقام څخه نن پنج‌شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د خوشامند ولسوالۍ لوی زموک چک‌ډېم او د وړممی ډمزکي چک‌ډېم د شاوخوا ۷ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوې دي.

زېلېنسکي: د بریا پلان چمتو دی

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي، د بریا پلان چې اوکراین به سوله ټینګه او دغه هېواد پیاوړی کړي، چمتو شوی دی.

نوموړي چهارشنبه، سپټمبر ۱۸مه ویلي چې د بریا دغه پلان پر بنسټ به د ټولو شخړو مخه ونیول شوي او د سولې رامنځته کېدو لامل به شي.

لبنانو کې د مخابراتي وسایلو چاودنه؛ لږترلږه ۲۰کسان وژل شوي او ۴۵۰ ټپیان دي

د لبنان هېواد د روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دغه هېواد کې د مخابراتي وسایلو په چاودنو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، پرون چهارشنبه، سپټمبر ۱۸مې راهیسې لبنان کې تر ډېره د حزب‌الله د غړیو په مخابراتي وسیلو کې چاودنې شوې دي.