د کورنيوچارو وزارت لومړی مرستیال: د ولس مشورو ته اړتيا لرو

د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال محمد نبي عمري وايي چې سرپرست حکومت د ولس نېکو او ښو مشورو ته اړتيا لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، وږي ۲۷مه، خوست ولایت کې د پخواني جهادي قومندان جلال‌الدين حقاني په ياد جوړې شوې غونډې کې د وینا پرمهال کړې دي.

هلمند کې ۴۰ ښوونځي جوړ او بیارغول کېږي

هلمند کې د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۴۰ ښوونځي جوړ او بیارغول کېږي.

دغه ښوونځي د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوي وو او زده‌کوونکو به یې، تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کولې.

ایران کې افغان کډوال: پولیس راڅخه پیسې اخلي او وهل‌ټکول کېږو

ایران کې افغان کډوال دغه هېواد کې د وروستیو اوونیو پرمهال د دوی پر وړاندې د حکومتي چارواکو چلند او څرګندونو اندېښمن کړې دي.

دوی وايي، د بې‌اسناده افغانانو ترڅنګ هغه افغانان هم ځورول کېږي چې قانوني اسناد لري.  دوی په وینا، د بې‌اسناده کډوالو ترڅنګ قانوني کډوال هم د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول کیږي او ځورول کېږي.

د فوټسال نړیوال جام کې نن څلور لوبې کېږي

د فوټسال نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن له دوو ګروپونو اته لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.

د نن ورځې لومړۍ لوبه کې به نیدرلنډز له کاسټاریکا لوبډلې سره سیالي وکړي.

تېرکال د هېواد له تاریخي  او تفریحي سیمو ۹زره بهرني سیلانیانو لیدنه کړې

د تېر یوه کال پرمهال د هېواد له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو څخه شاوخوا ۹زره بهرنیو او ۹ میلیونه کورنیو سیلانیانو لیدنه کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي چې دغه بهرني سیلانیان تېرکال افغانستان ته راغلي او په وینا یې، سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، په سیاحتي سیمو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو چارې هم روانې دي.