پاکستان کې د یوه خره بیه ۱۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوې

چین ته د پاکستان د خرو لېږد له امله دغه هېواد کې د یوه خره بیه څه باندې ۱۰۰۰ ډالرو «۳۰۰زره کلدارو» ته رسېږي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې چین کې د خرو له پوستکي څخه د درملو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي او چین یې له پاکستانه پیري.

د علومو اکاډمۍ تېرکال ۳۴ کتابونه چاپ کړي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، ۳۴ بېلابېل کتابونه چاپ کړي او ۲۵ نور ژباړل شوې دي.

دغه څرګندونې نن دوشنبه، وږي ۲۶مه کابل کې د علومو اکاډمۍ مسوولانو د خپلو یوه کال لاسته‌ راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي. علومو اکاډمۍ په تېرکال کې د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې کړي او ۲۰۸ نورې بیا تر کار لاندې دي.

د پکتيا «مرکزي زندان» کې مشاعره جوړه شوه

پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د زندانيانو تفرېح لپاره مشاعره جوړه شوې. یاده مشاعره چې بېګاه «یکشنبه، وږي ۲۵مه» جوړه شو وه، ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او عامو خلکو په‌کې ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار سروې؛ ۸۱.۳سلنه ګډونوال د څو وادونو مخالف دي

په اسلامي ټولنه او افغانستان کې له یوه ډېر وادونه له پخوا راهیسې دود دی او ډېری سیمو کې هم دود دی. د وروستیو کلونو پرمهال د څو وادونو مسله د ټولنیزو، فرهنګي بدلونونو او عامه پوهاوي تر اغېزو لاندې راغلې او په دې تړاو د نوي نسل اند بدل شوی دی. په سروې کې کاپیسا په ۱۳.۳ سلنه تر ټولو ډېر او نورستان بیا ۰.۱سلنه تر ټولو د کم شمېر ګډونوال لري.