لغمان کې په ۸ میلیونه ډالرو د شاهي‌کانال د لومړي فاز د جوړېدو چارې پیل شوې

لغمان کې د اته میلیونه ډالرو په لګښت د شاهي‌کانال د لومړي فاز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یادې سترې اقتصادي پروژې د چارو پیل اړوند مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست ملا عبدالطیف منصور سربیره، د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار ډاکټر فاروق اعظم او د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني او نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د ناټو چارواکی: اوکراین به روسیه کې د برید لپاره  پوځي دلیل ولري

د ناټو سازمان یوه چارواکي ویلي چې اوکراین به روسیه کې د ژورو بریدونو لپاره د لوېدیځو وسلو د کارولو لپاره پوځي دلیل ولري.

پراک کې د ناټو سازمان پوځي کمېټې یوه لوړپوړي پوځي چارواکي راب باېر په یوې غونډه کې ویلي، وسله‌والو جګړه کې یو ملت د دې حق لري چې له ځان دفاع وکړي او دا یوازې تر پولو نه‌محدودېږي.

حوثي ډلې د اسراییلو مرکزي سیمې پر توغندیو وېشتلي

د یمن حوثیانو ډله وايي چې د لومړي ځل لپاره یې، د اسراییلو مرکزي سیمې پر توغندیو وېشتلې دي.

د یادې ډلې د پوځ ویاند یحیی سرېع ویلي، پر اسراییلو داسې توغندی توغولی چې ۱۱ نیمو دقیقو کې یې، ۲۰۴۰ کیلومټره مزل وهلی دی.

میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

د میدان‌ وردګ ولایت محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوې دي.

یاده پېښه نن یکشنبه، وږي ۲۵مه د یاد ولایت د مرکز میدان‌ښار اړوند په «توروتېږو» سیمه کې د یوه فېلډر او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.