«موږ یې ودرولو او ډزې یې پیل کړې»

«دوی موږ په قطار کې ودرولو؛ موږ غوښتل چې لاندې لاړ شو، ودرولو، زموږ  تیلیفونونه یې، ټول کړل؛ وروسته یې موو یوه ځای کې ودرولو او وویل چې له تاسو عکس اخلو. موږ یې، قطار ودرولو؛ یوه کس ویډیو کوله او درېوو نورو ډزې شروع کړې.» دا د مختار د خبرو یوه برخه ده. مختار د دایکندي د پېښې له ټپیانو څخه دی چې اوس د یاد ولایت، په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د خښتوبټیو کې کار؛ ۱۰کلنه نورزیه: مور ته ژاړم لاس او پېښې مې درد کوي

خوبولې څېرې، وچې شونډې او ببر وېښتان هر سهار  له لمر خاته وړاندې د مور په غږ له خوبه راپاڅېږي. هغه کوچني ماشومان چې لا یې، د ژوند یوه لسیزه هم نه‌ده تېره کړې، د لمر تر لوېدو پورې پر هغه مزدوۍ بوخت وي چې پور یې، تر ګټې ډېر دی. ۳۵کلنه شهناز وايي، زامن یې کوچني دي او د درنو کارونو کولو توان نه‌لري، خو بې‌وزلي دې کار ته اړ کړې.