دایکندي کې د ۱۴کسانو وژنه؛ مجاهد: د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼوو

د سرپرست حکومت مسوولانو د غور او دایکندي ترمنځ پر لویه لاره د ۱۴ کسانو وژنه وحشیانه کړنه بللې او هغه یې په کلکو ټکو غندلې.

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبېح‌الله م.ج.اهد نن جمعه، وږي ۲۴مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ا.ا.ا دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي او ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.

فورډ شرکت هند کې خپل تولیدات بېرته پیلوي

فورډ موټور وايي چې د هند لوېدیځ «ټامېل ناډو ایالت» کې د صادراتو خپله کارخونه بېرته پرانیزي.

فورډ د ۲۰۲۱کال پرمهال د کورني پلور لپاره د موټرو تولیدات ودرول او یو کال وروسته په ۲۰۲۲ کال کې یې، صادرات بند کړل. د یاد شرکت نن جمعه، سپټمبر ۱۳مه ویلي، بېرته به هغه مارکېټ ته ورودانګي چې درې کاله وړاندې ترې وتلی و.

د اسراییلو برید؛ لږترلږه ۴۰ کسان مړه شوي

غزه پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن جمعه، سپټمبر ۱۳مه راپور ورکړی چې تېره ورځ پر یوه ښوونځي د برید له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ټاپي پروژې پیل؛ د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه‌والي ته هیله‌مندي ډېره شوې

افغانستان کې د ټاپي سترې پروژې چارو پیل‌ سره هم‌مهاله یادې پروژې هېواد کې د کاري زمینو رامنځته‌کېدو ته د افغانانو هیله‌مندي زیاته کړې.

دغه پروژه دوه ورځې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت او د ترکمنستان لوړوپوړو چارواکو له‌ خوا په رسمي توګه پرانېستل شوه.

پر ټولنیزو رسنیو د رونالډو د څارونکو شمېر یو میلیارډ ته ورسېد

پر ټولنیزو رسنیو د پرتګال فوټبال ملي لوبډلې وتلي ستوري «کرېسټیانو رونالډو» د څارونکو شمېر یو میلیارډ کسانو ته رسېدلی دی.

رونالډو چې دا مهال د سعودي عربستان په النصر فوټبال کلب کې لوبېږي، پر خپل انسټاګرام لیکلي چې د څارونکو شمېر یې، یو میلیارډ کسانو ته رسېدلی دی.