افغانستان کې د «ټاپي پروژې» عملي چارې پیل شوې

افغانستان کې د ټاپي پروژې د لومړي فاز چارې له ترکمنستان څخه تر هرات ولایت پورې نن چهارشنبه، وږي ۲۱مه د سرپرست حکومت او ترکمنستان لوړوپوړو چارواکو له لوري په رسمي توګه پرانېستل شوې.

د سرپرست حکومت او ترکمنستان لوړپوړو چارواکو د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې د پرانیستو مراسمو کې د دغه ډول سترو پروژو د پلي‌‌کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د هېواد له ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازې ۹۳ولسوالي روغتونونه لري

د عامې روغتيا وزارت مسولان وايي، افغانستان کې د تېرو ۴۵ کلونو د جګړو له امله روغتيايي خدمتونه غيرمعياري او کمزوري دي، خو په وينا يې، د معياري‌کېدو لپاره يې هڅې پيل کړي. د عامې روغتيا وزارت سرپرست همداشان وويل، د پکتيا له حوزوي روغتون یې هم ليدنه کړې چې خدامات يې معياري او بشپړ نه‌دي.

عبدالباري عمر: غواړو د هېواد برښنا ۲۴ ساعته کړو

د برښنا شرکت رییس عبدالباري عمر وايي، دغه شرکت پلان لري چې د هېواد برښنا ۲۴ ساعته کړي. نوموړي دغه څرګندونې د نورالجهاد سب‌سټېشن د پرانېست‌غونډې پرمهال کړې دي. د برښنا شرکت رییس داسې مهال هېواد کې د ۲۴ساعته برښنا خبره کوي چې دا مهال د کابل په ګډون، ولایتونه هم په یوه شپه او ورځ کې څو ساعته برښنا نه‌لري.

د پوهنې وزارت: له شپږم پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي تر امرثاني تړلي

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي تر امرثاني تړل شوې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن چهارشنبه، وږي ۲۱مه کابل کې د خپلو یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې وکړې. دا مهال د هېواد په خصوصي او دولتي ښوونځیو کې څه باندې لس میلیونه زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

د کابل-غزني لوې لارې د دوېم لین سړک جوړېدو چارې پیل شوې

د کابل-غزني دویم لین سړک د جوړېدو چارې د سرپرست حکومت د یو‌شمېر لوړو پوړو چارواکو له‌خوا پرانېستل شوې.

د یاد سړک د جوړېدو چارې سه‌شنبه، وږي ۲۰مه پیل شوې چې له کابله د میدان‌‌وردګ سیداباد ولسوالي دښتې‌ټوپ سیمې پورې په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.