د الګوټاکل او بریالیتوب؛ «نېک‌‌ووییچیچ لامل شو چې انګېزه واخلم او هڅه وکړم»

ژوند له لوړو او ژورو تېرېدل دي چې کله به لوېږې، منډې به وهې، رسېږې به او کله ناکله هم پر ځمکه پرېوتل دي. په دې لاره کې شته ځینې کسان چې ماتې ته غاړه ږدي او ډېری داسې کسان هم شته چې له ماتې وروسته، بیا پورته کېږي او مخته درومي او هر هغه خنډ یې چې پر وړاندې درېږي، ترې تېرېږي او خپلو موخو ته ځان رسوي.

د سواد زده‌کړې نړیواله ورځ؛ «بې‌سوادي د بې‌وزلۍ او ټولنه کې د ونډې کمېدو لامل کېږي»

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونیسکو د سپټمبر اتمه د سواد د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده. یوشمېر مدني او د پوهنې برخې فعالان وايي، په افغانستان کې د بې‌سوادۍ کچې د لوړېدو لامل کلونه کلونه جګړې او بې‌وزلي ده. مدني فعاله تهمينه منګل وايي، بې‌سوادي د هېواد پر اقتصادي او ټولنيز وضعيت منفي اغېز کوي او په وینا یې، وزګارتیا او بې‌وزلي ورسره ډېرېږي.

د افغانستان او ترکمنستان د څلورو ګډو پروژو چارې پیلېږي

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شنبې ورځ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، نوري فایبر، ټاپي او اورګاډي پټلۍ پروژو د پرانېستلو لپاره د جوړ شوي کمېسیون لومړنۍ غونډه وکړه. د معلوماتو له مخې، دا پروژې به په راتلونکو څو ورځو کې پرانېستل شي.

د خلکو د شخړو هوارېدل؛ مسوولان: یوه کال کې مو له ۷۰۰ ډېرې جرګې کړي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولانو چې نن یې خپلې یوکلنې لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکولې وویل، د دغه وزارت مسوولانو په تېر یوه کال کې له ۷۰۰ ډېرې جرګې کړي چې له کبله یې ډېری لویې او وړې شخړې هوارې شوې دي. د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولان زیاتوي چې د هېواد د پولو د ساتنې لپاره یې هم هڅې روانې دي.

ناروې له افغانستان سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې ناروې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.
اوچا دا موضوع نن (د وږي اتلسمه، یکشنبه) پر خپل اېکس یوه خبرپاڼه کې لیکلې، خو دا یې نه‌دي ویلي چې یادې پیسې به په کومه برخه کې ولګول شي.

حقاني: ا.ا له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د امکاناتو له کمښت سره مخ دی

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي، ا.ا له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د امکاناتو او تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دی. په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي په دې غونډه کې ویلي چې په تېرو درېوو کلونو کې یې د ۱۴۰۰۰ کسانو چې پر نشه‌يي توکو اخته وو، درملنه کړې ده.