تېرکال افغان ورزشکارنو په نړیواله کچه ۹۲ مډالونه ګټلي

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسوولان وايي چې د تېرکال پرمهال ورزشکارانو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې برخه اخیستې او ۹۲ مډالونه یې، ګټلې دي.

دغه څرګندونې د یاد ریاست مسوولانو نن شنبه، وږي ۱۷مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د قرغیزستان له ممنوعه‌‌ډلو د ا.ا نوم اېستل؛ شنونکي: ګټور دی

له قزاقستان وروسته قرغیزستان په رسمي توګه د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د «اسلامي امارت» نوم  اېستلی دی.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه اقدام موخه په افغانستان او سیمه کې د ثبات ټینګښټ دی.

تقاعد شوې مېرمنې: درې کاله کېږي تقاعد مو نه‌دی راکړل شوی

یوشمېر تقاعد شوې مېرمنې وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې، خپل تقاعد نه‌دی اخیستی چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم سرپرست حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د تقاعد حقوق به یې ورکړي، خو په وینا یې، د درېوو کلونو په تېرېدو یې، لا هم نه‌دی ترلاسه کړی.