د جاپان سفیر: په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ ښوونځي جوړوو

ارګ بېګاه پر خپل اېکس لیکلي چې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر پرون په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدلي دي.
د جاپان سفیر د دې لیدنې پر مهال په کابل کې له وروستي ځانمرګي برید وروسته دغه برید غندلی او په اړه یې خپله غمرازي کړې ده. د خبرپاڼه له مخې، نوموړي له نشه‌يي توکو سره د ا.ا مبارزه ستایلې او له افغانستان سره یې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

پر سړک د ښځینه‌وو ځور؛ ښځې: «نارینه هڅه کوي په یو ډول ځان ښځو ته ورنږدې کړي»

له ۲۵ ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې ښځې د سړک پر سره او ټولیزو ځایونو کې د نارینه‌وو له فزیکي او ژبني ځور سره مخامخ شوې دي.
د دغو ښځو له ډلې ۱۴ هغو یې ویلي، نارینه‌وو له کوره دباندې هغوی ته سپکې سپورې کړي او ۱۱ نورو یې بیا ویلي چې د نارینه‌وو له لګېدو او چلن سره مخامخ شوې دي.

غزني کې ټرافیکي پېښې د دوو کسانو ژوند اخیستی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې د دوو کسانو ژوند اخیستی دی. دا پېښه پرون (د وږي پنځلسمه، پنجشنبه) د غزني د مرکز اړوند د روضې کوتل سره شوې ده. د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې یو کرولا ډوله موټر پرون ماسپښین له یوې نظامي رېنجرې سره ټکر کړی او له کبله یې د ا.ا یو غړی او یو بل کس مړه شوي دي.