روان کال هېواد کې د انفلاسیون کچه ۲.۵سلنه کمه شوې

د افغانستان‌بانک مسوولان وايي، د روان‌کال پرمهال هېواد کې د انفلاسیون کچه د پام وړ ساتل شوې او ۲.۵سلنه راکمه شوې.
د یاد بانک د پولي سیاست رییس احمدجواد سداد (نن پنجشنبه، وږي ۱۵مه) د دغه بانک د تېرکال د لاسته‌راوړنو وړاندې‌کولو غونډې ته وویل، روان‌کال د انفلاسیون کچه ۶.۶ سلنه ده، داسې حال کې چې دغه کچه تېرکال ۹.۱‌سلنه وه.

قرغیزستان د دغه هېواد د «ممنوعه ډلو» له نوملړ د ا.ا نوم اېستلی

د بهرنیوچارو وزارت مسوولان وايي، قرغیزستان د دغه هېواد د «ممنوعه‌ډلو» له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم اېستلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (پنج‌شنبه، وږي ۱۵مه» پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د قرغیزستان د ممنوعه ډلو له نوملړ د اسلامي امارت د نوم لرې‌‌کول، د ستایلو وړ ګام بللی دی.

ورلډ‌اُف‌سټاټسټکس: افغانستان کې کرېکټ مشهوره لوبه ده

د احصایې نړۍ په نوم نړیواله اداره وايي چې افغانستان کې مشهوره او ډېره خوښونکې لوبه، «کرېکټ» دی.

دغې ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او یادو هېوادونو کې د مشهورو لوبو نوملړ خپور کړی چې افغانستان د کرېکټ لوبې سره د یاد نوملړ په سر کې دی.

د افغانستان بانک تېرکال څه باندې اووه میلیارډ زړې افغانۍ سوځولي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې دغه بانک د تېرکال پرمهال د هېواد په کچه له بازارونو څه باندې اووه میلیارډ زړې افغانۍ راټولې او سوځولې دي.

د یاد بانک مسوولانو دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه، وږي ۱۵مه کابل کې د یاد بانک د وروستیو یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.