پکتیا کې په ۴۰۰زره ډالرو د څلور پروژو چارې پيل شوې
پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د څلور رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د څلور رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د سټنډرډ ملي ادارې مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، د هېواد په بندرونو کې ۱۱ میلیونه او ۲۵۸زره ټُنه سوند او ودانیزو توکو له کیفیت څارنه کړې.
دغه څرګندونې د یادې ادارې مسوولانو نن چهارشنبه، وږي ۱۴مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
د اوزبکستان د استخباراتو او سرحداتو رییس عبدالسلام عزیزوف د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې له افغانستان سره پر همکارۍ ټينګار کړی دی. د اوزبکستان د استخباراتو او سرحداتو رییس همداراز دې ناسته کې د شانګهای همکاریوسازمان د غړیو هېوادونو او د ګډو ګټو هېوادونو د ګډو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.
کندهار او هلمند کې دغواګانو له خصوصي فارمونو څخه هره ورځ ١٥٠زره لیټره شیدې را ټولېږي چې له ډلې یې، ١٢٠زره لیټره په کندهار او ٣٠زره لیټره هم هلمند کې تولیدېږي.
د دواړو ولایتونو محلي مسوولان وايي چې یاد ولایتونه د تازه شیدو له اړخه پر ځانبسیا شوې دي.
د موټر جوړولو «وولوو» شرکت وايي چې د روانې میاشتې تر پایه به خپل نوی « EX90 SUV» موټر بازار ته وړاندې کړي.
رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه، سپټمبر ۴مه په خپور کړي راپور کې ویلي چې دغه کمپنۍ له ځنډ او ستر زیان وروسته، د لومړي ځل لپاره دغه موټر بازار ته وړاندې کوي.
نایجریا کې د «بوکوحرام» ډلې لسګونه وسلهوالو د دغه هېواد په شمالختیځ کې پر یوه کلي برید کړی چې له امله یې، ۸۱ کسان وژل شوي دي.
برید د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ «سپټمبر دویمه» له غرمې وروسته شوی دی.
پر اوکراین د رسویې د دوو بالیستیک توغندیو د برید له امله ۵۱ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ نور ټپیان دي.
د اوکراین چارواکو په وینا، برید د پولټاوا ښار کې روغتون او پوځي انسټیټیوټ ودانۍ په نښه کړې.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون