کابل ښار کې د ځانمرګي برید د قربانیانو کورنۍ د امنیت غوښتنه کوي

د کابل ښار په بختیارکلا کې د دوشنبې ورځې د ځانمرګي برید د قربانیانو کورنۍ له سرپرست حکومت څخه د امنیت غوښتنه کوي. د دغه برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي. په یاد ځانمرګي بريد کې د شپږو وژل شويو کسانو په ډله کې پنځه يې د بدخشان اوسېدونکي دي. په همدې حال کې د کابل د امنيې قومانداني مسوولان د قربانيانو کورنيو ته ډاډ ورکوي چې امنيتي ځواکونه د یادې پېښې د عاملانو پېژندلو او نيولو هڅې کوي.

غزني کې له زده‌کړو پاتې نجونو زده‌کوونکو د غالۍ اوبدلو ته مخه کړې

غزني کې یو‌شمېر هغه زده‌کوونکې چې زده‌کړې یې، نیمه کې پاتې، سلام‌وطندار ته وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې، غالۍ اوبدلو ته مخه کړې.

شریفه د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده او له ښوونځي نه‌ده فارغه شوې، سلام‌وطندار ته وویل، د وزګارتیا له کبله یې، د غالۍ اوبدلو ته مخه کړې او په وینا یې، هم بوخته ده او هم د میاشتې ۲۰۰۰اف ترلاسه کوي.

د اُرګون د درې سیمې زده‌کوونکي ښوونځي ته ۱۵ کیلومټره پلی مزل کوي

د پکتيکا د ارګون ولسوالي اړوند «درې سیمې» اوسېدونکي وايي چې سیمه کې یې، د روغتیايي مرکز نشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دې سیمه کې چې شاوخوا دوه زره کورنۍ ژوند کوي، د ارګون ولسوالي له مرکز څخه ۳۵ کيلومتره لرې پرته ده چې له مرکز سره نښلېدونکی سړک یې هم کنډ او کپر دی.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «چهار‌شنبه، وږي ۱۴مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (سه‌‌شنبه، د وږي ۱۳مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د افغانانو واده کې شخړه؛ پنځه الماني پولیس ټپیان شوي

د المان په «ووپرتال» ښار د افغانانو په یوه واده کې د شخړې له امله د یاد هېواد پنځه پولیس ټپیان شوې دي.

د ډویچه‌وله د راپور له مخې، دغه پولیس د سوک، لغتو او غاښ‌لګولو له امله برسېرن ټپیان شوې دي. په راپور کې د پولیسو له خولې ویل شوي چې دې نښته کې د واده څلور مېلمانه هم ټپیان شوي چې سیمه کې یې، پروخت درملنه شوې.