افغانستان باید د اړتیا وړ یونیم میلیون میټریک ټن غنم له بهر وارد کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، د روان لمریز کال پرمهال هېواد کې پر ۲،۱۴ میلیون هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې ترې ۵ میلیونه مټریک ټنه غنم ترلاسه شوي او د تېرو کلونو په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د رغنیزو پروژو ساتنې ته نه‌پام؛ لښکرګاه ښاروالي: اړ یوو یوه پروژه څو ځلې پلې کړو

د لښکرګاه ښاروالي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د میلیونونو افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کوي، خو په وینا یې، د یوشمېر ښاریانو د نه‌پاملرنې په دلیل د ښار ډېری رغول شوې برخې تر لنډې مودې وروسته بیرته خرابېږي.

میدان‌وردګ کې په ۲۰ میلیونه افغانیو یو جومات جوړ شو

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۰ میلیونه افغانیو پر ارزښت یو جامع جومات جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د میدان وردګ د والي ویاند وحید‌الله سروري سلام‌وطندار ته وویل، مرکز میدان‌ښار کې د یوه شخصي کس حبیب‌الله جانبدار په مالي ملاتړ د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د «صوفي شازمان» په نوم جومات جوړ کړی دی.

سرفراز بګټي: بلوچستان کې بریدونه د هند په پیسو کېږي

د پاکستان د بلوچستان ایالت وزیراعلا سرفراز بګټي وايي چې دغه ایالت کې بریدونه د هند په پیسو کېږي.

سرفراز بګټي د یاد هېواد لاهور ښار کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دغه بریدونه د هند د بهرنیواطلاعاتو سازمان د څېړنو او تحلیل څانګې «را» په پیسو کېږي چې موخه یې، د پاکستان او سیپیک پروژې کمزوري کول دي.

پکتيا کې د ۱۰۰خرواره لرګیـو د قاچاق مخه نیول شوې

پکتیا کې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د شاوخوا ۱۰۰ خرواره سوند لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې.

د یاد ولایت امنيه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د قومنداني اړوند، د شنې قطعې ځواکونو له لورې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو سیمو کې د ١٠٠ خرواره سوند لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې.