متقي: هېوادونه دې د ګډو ګټو پر بنسټ له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د جمعې په ورځ په کامرون کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۰مه غونډه کې له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه د دغه سازمان له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د ګډو ګټو پر بنسټ دې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او پرمختیايي اړېکې پراخې کړي.

افغانستان او ترکمنستان څو اقتصادي قراردادونه لاسلیک کړي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري ترکمنستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره څو اقتصادي قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان او هند ګډې یا ټاپي پروژه، د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا د لیکې (TOP) پروژه او د تورغونډۍ-هرات اورګاډي پټلۍ لپاره د لازمو تاسیساتو جوړول په دغو قراردادونو کې شامل دي.

عبدالباقي حقاني: یوه کال کې مو له ۱۷۷زرو او ۲۰ کسانو ازموینه اخیستې

د طالبانو د ازموینو ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن (د وږي لسمه، شنبه) چې خپلې یوکلنې لاسته‌راوړنې یې له رسنیو سره شریکولې وویل، دغې ادارې په تېر یوه کال کې له ۱۷۷زرو او ۲۰ کسانو څخه ازموینې اخیستي چې له ډلې یې ۸۷زره او ۱۰۳ هغه بریالي شوي او دوی د طالبانو بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي.

عبدالباقي حقاني: یوه کال کې مو له ۱۷۷زرو او ۲۰ کسانو ازموینه اخیستې

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن (د وږي لسمه، شنبه) د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خپلو یوکلنو لاسته‌راوړنو د شریکولو په خبري ناسته کې وویل، دغې ادارې په تېر یوه کال کې له ۱۷۷زرو او ۲۰ کسانو څخه ازموینه اخیستې او ۸۷زره او ۱۰۳ بریالي شوي کسان یې بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي.

غزني کې دوو ټرافیکي پېښو اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د غزني امنیتي مسوولان وايي، د کابل‌-کندهار پر لویې لارې د روضې کوتل او د غزني‌-‌ګردېز پر لویې لارې په دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې اووو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي وايي، پرون ناوخته د روضې کوتل سره دوو باروړونکو موټرو ټکر کړی چې له کبله یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.