د افغانستان‌‌الف لوبډلې تمریناتي کمپ لپاره د ۲۴ لوبغاړو نوملړ اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ د افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکي تمریناتي کمپ لپاره د ۲۴ لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ.

په دې نوملړ کې د ملي لوبډلې د یوشمېر لوبغاړو ترڅنګ د قوش‌تپې ملي شل اوریز جام او نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ د ځلېدلو لوبغاړو نومونه هم لیدل کېږي.

اسراییلي ځواکونو نهه فلسطینیان وژلي

د فلسطین په لوېدیځه اشغال شوې غاړه کې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو له امله نهه فلسطینیان وژل شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه، اګسټ ۲۸مه یوه راپور کې ویلي چې دغه برید په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو پراخ برید بلل کېږي.

زېلېنسکي: امریکا ته به د بریا پلان وړاندې کړو

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي چې راتلونکې میاشت به د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د بریا پلان وړاندې کړي.

نوموړي ویلي چې د روسیې د کُرسک سیمې ته د اوکرایني ځواکونو ورننوتل هم د دې بریالي پلان یوه برخه وه.

کامرون ته د متقي سفر؛ شنونکي: ا.ا دې کورني سیاست کې مثبت بدلون راولي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰مه غونډه کې د ګډون لپاره کامرون ته تللی دی.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل وویل، امیرخان متقي به دغه ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د اسلامي هېوادونو له بهرنیو چارو وزيرانو سره دوه اړخيزې ناستې هم ولري.

د ملي دفاع وزارت: پرمختللې اردو به جوړه کړو

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې سرپرست حکومت د یوې پیاوړې او پرمختللې اردو د جوړولو لپاره هڅې کوي او په وینا یې، له همدې امله خپله ډېره بودیجه دې برخه کې لګوي. د دفاع وزارت د یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې لوی درستیز محمدفصېح‌الدین فطرت وویل چې هڅه کوي، څو د پرمختللو هېوادونو په څېر یوه اردو جوړه کړي.