لوګر کې په ۷۲ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبو اووه شبکې جوړې شوې

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو اووه شبکې جوړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د اوبو دغه شبکې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوری په تېر یوه کال کې جوړې شوې او د اوو نورو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د اسراییلو بریدونه؛ غزه کې ۲۸ کسان وژل شوي

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو په لړ کې تازه په یوه برید کې ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې د روانې اوونۍ له پیل راهیسې د وژل شویو شمېر ۷۱ کسانو ته رسېدلی او ۱۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

تېرکال د افغانستان له هوايي حریم څه باندې ۴۰زره الوتنې شوي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د تېرکال پرمهال د هېواد له هوايي حریم څخه څه باندې ۴۰زره عبوري الوتنې شوې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن دوشنبه، وږي پنځمه کابل کې د یاد وزارت د تېر یوه کال لاسته‌راوړنو په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

نیمروز کې د «ښځو وېښتانو» د قاچاق مخه نیول شوې

د نیمروز امنیتي چارواکي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، د «ښځو وېښتانو» د قاچاق مخه نیولې ده.

د نیمروز د دلارام- زرنج لویې لارې قومندان محمدحکمت سلام‌وطندار ته وايي چې دغه وېښتان په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې دوی نیولي دي.

هلمند کې اووه معاینه‌خانې وتړل شوې

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په اړوند سیمهکې د جواز نه‌درلودو له امله اووه معاینه‌خانې تړلې دي.

د دوی په وینا، دغه معاینه‌خانې «کتن‌ځایونه» د یاد ریاست د روغتیایي قوانینو او څارنې ټیم له لوري د مرکز لښکرګاه ښار شهید غلطان سیمه کې د څارنې پرمهال تړل شوي دي.

له هلمند څخه پاکستان ته د قیمتي توکو د قاچاق مخه نیول شوې

د هلمند له بهرامچې ولسوالي څخه پاکستان ته د یو‌شمېر قیمتي توکو د لېږد مخه نیول شوې.

د هلمند د ۲۱۵ عزم‌قول اردو ویاند محمدرسول مسعود وايي چې د دې قول‌اردو اړوند سرحدي ځواکونو له قیمتي توکو بار ۶۵ موټر نیولي دي. د دوی په وینا، له قیمتي توکو بار دغه موټر په غیرقانوني توګه پاکستان ته تلل.

بلوچستان کې وسله‌والو ۲۳ مسافر وژلي

د پاکستان د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ایالت په موسی‌خېل ولسوالي کې وسله‌والو لږترلږه ۲۳ مسافر وژلي دي.

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې وسله‌والو دغه مسافر له بسونو او لاریو تر ښکته کولو وروسته وژلي دي.