د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «دو‌شنبه، وږي پنځمه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یک‌شنبه، د وږي درېیمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دو‌شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

پاکستان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۵ کسان مړه شوي

پاکستان کې ژورې کندې ته د یوه مسافروړونکي «بس موټر» د لوېدو له امله ۲۵ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د پاکستان جیونیوز ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې دغه بس موتر له «هاوالي کاهوټا» څخه راولپنډۍ ته روان چې یوه پُل ته نږدې ژورې کندې ته لوېدلی دی.

خالد حنفي: که له نجلۍ څوک مهر واخلي، قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي

د امربالمعروف وزارت سرپرست وايي، تېرو شلو کلونو کې افغان ښځې له خپلو حقونو محرومې وې او په وینا یې، ا.ا دوی ته حق ورکړی دی.

خالد حنفي دغه څرګندونې نن یکشنبه، وږي څلورمه فاریاب کې د دیني عالمانو په یوې غونډه کې کړې دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت: پوهنتونونو کې ۱۸۹زره او ۹۹۱ زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي

د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان وايي چې دا مهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹زره او۹۹۱ زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي.

د یاد وزارت دغه څرګندونې نن یکشنبه، وږي څلورمه، کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي. همداراز د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه اړوند مراجعو ته استول شوي دي.

د ځوانانو ګډ ژوند کې لاسوهنه؛ «فکر کوم د مجردۍ ژوند ښه و»

سلام‌‌وطندار د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې له ۲۲ واده شویو مېرمنو او نارینه‌وو سره د دوی ګډ ژوند کې د کورنیو له‌خوا د مداخلې پایلو ارزونې په موخه د سروې لپارهله دوی سره مرکې کړې چې د یادې سروې پایلې ښيي، د ډېری دغو کسانو ګډ ژوند اغېزمن او د بېلوالي لامل هم شوی دی.