د شل اووره سیالیو نوی ریکارډ؛ د سامووا لوبغاړي یوه اوور کې ۳۹ منډې وکړې

د سامووا کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌وهونکي ډاریوس ویسر د شل اووره سیالیو په یوه اوور کې تر ټولو د ډېرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ.

هغه دغه ریکارډ د وانواټو کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې د ۲۰۲۶کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې په سیالیو کې په خپل نوم کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت: ایراني پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، ایراني پانګوال لېواله دي چې د افغانستان د اوسپنې پر کانونو پانګونه وکړي او دامهال هم د یاد هېواد یو‌شمېر شرکتونو د هرات غوریان د اوسپنې پر کان پانګونه کړې. افغانستان او ایران هغه دوه هېوادونه دي چې حکومتونه یې د نړۍ له‌خوا له ځینو اقتصادي بندیزونو سره مخ دي.

امربالمعروف وزارت: تېرکال مو د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الې سوځولي

د امربالمروف وزارت مسوولان وايي چې تېرکال یې، په هېواد کې د موسیقۍ ۲۱۳۲۸  الې سوځولي او ۴۴۸ تعویذګر او ۵۲۸ جادوګر یې، نیولي دي.

یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۳۰مه  کابل کې د امارتي ادارو د یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

میدان‌وردګ کې د «خواجه اسحاق ولي» زیارت د جوړېدو چارې پيل شوې

د میدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز میدان‌ښار په «کوته عشرو» سیمه کې د خواجه اسحاق ولي په نوم زیارت د جوړېدو چارې پیل شوې. مجاهد زیاتوي، خواجه اسحاق ولي د حضرت ابوبکر صديق «ر» له اولادې څخه دی چې سلګونه کاله وړاندې په یاده سیمه کې خښ شوی دی.