پکتیکا کې په ۸۵۰ میلیونه افغانۍ د پلتوني بند د جوړېدو چارې بیاپیل شوې

د پکتيکا مرکز ښرنې اړوند د «پلتوني بند» چارې نن دوشنبه، زمري ۲۹مه په شاوخوا ۸۵۰ میلیونه افغانۍ په لګښت د سرپرست حکومت د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې بېرته پيل شوې.

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د دغه بند د چارو پرانیستو مراسمو ته وویل، هېواد کې د اوبو مديريت د اوسني حکومت په لومړيتوبونو کې دي.

پاکستان تېرکال نږدې ۷۰۰زره افغان کډوال له دغه هېواد ایستلي

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د دولتي چارواکو قوله راپور ورکړی چې د روان میلادي کال د جولای له ۲۱مې د اګست تر ۱۷مې شاوخوا ۳۲زره او ۲۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته استول شوي دي. له دغه هېواد څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر له پیل راهیسې، نږدې اووه سوه زره کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د سلام‌وطندار د سروې پایلې؛ ځوانان د کلاسیک او مُډرن ژوند ګډه بڼه خوښوي

سلام‌وطندار له مډرن او کلاسیک اړخه د ځوانانو د ژوند سبک ارزونې په موخه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې سروې کړې چې دې سروې کې ۵۴۵ نجونو او هلکانو ګډون کړی دی.

 د سروې پایلې ښيي چې ډېری ځوانان په خپل ژوند کې د عصري او کلاسیک سبکونو د یو ځای کېدو په لټه کې دي.

راستانه شوي افغانان هېواد کې د وزګارتیا او ایران کې له تاوتریخوالي شکایت کوي

له ایرانه یوشمېر راستانه شوي افغان کډوال هغه هېواد کې له تاوتریخوالي او افغانستان کې له بې‌وزلۍ شکایت کوي. له ایرانه بېرته راستانه شوي افغان کډوال وايي، هېواد ته له راستنېدو وروسته د وزګارتیا له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

غزه کې د یوې کورنۍ د شپږو ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي

پرې غزې د اسراییلي ځواکونو د مرګونو بریدونو په لړ کې تېره ورځ د برید پرمهال د یوې کورنۍ د شپږو ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان وژل  شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، اګسټ ۲۹مه راپور ورکړی چې دغه کسان د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال وژل شوي دي.