د سینې پر سرطان اخته مېرمنې: په افغانستان کې مو درملنه نه کېږي

یوشمېر افغان مېرمنو چې د سینې پر سرطان اخته دي، له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي چې روغتیايي خدمتونو او د اړتیا وړ درملو پېرلو ته د نه لاسرسي له کبله باید په دوامداره توګه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړې شي.
دوی وايي، تمه نه لري چې د افغانستان په روغتونونو کې دې یې درملنه وشي او په وینا یې، هېواد کې یې درملنه نه کېږي.

فصیح‌الدین فطرت: افغانستان نور د هېچا فرمایش نه مني

د ا.ا چارواکو نن (د زمري ۲۸مه، یکشنبه) په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۵مه کلیزه ونمانځله. د سرپرست حکومت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په دې غونډه کې وویل، افغانستان داسې مهال خپله ۱۰۵مه کلیزه نمانځي چې په بشپړ ډول خپلواک شوی او د هېچا فرمایش نه مني.

اوزبکستان به په نږدې راتلونکې کې د ا.ا سفیر ومني

د اوزبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف ویلي چې هېواد به یې په نږدې راتلونکې کې په رسمي ډول د ا.ا سفیر ومني. ارګ پرون ناوخته پر اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې او په‌کې لیکلي یې دي چې عارف‌اوف دا موضوع د ا.ا د رییس‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په لیدنه کې یاده کړې او ویلي یې دي چې اوزبکستان په مهمو نړیوالو غونډو کې د ا.ا د دریځ ملاتړ کوي.