افغان ښځې له ټکنالوجي سره سمې بلدې نه‌دي

له ۴۲ افغان ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې هغوی له ټکنالوجي او د هغې له اړوندو وسیلو سره سمې بلدې نه‌دي. د دغو ښځو له ډلې ۱۵ هغه یې په کابل او ۲۷ نورې یې په ولایتونو کې اوسېږي. نهه ښځې وايي چې د ټکنالوجي پر کارولو هېڅ نه پوهېږي. دغه ښځې وايي چې ناچاري، بې‌سوادي، نه پوهاوی، په کم عمر کې ودېدل او کورنۍ جګړې لامل شوي چې دوی له ټکنالوجي نه لرې پاتې شي.

د سلام‌وطندار سروې؛ ځوانان ژوند کې د کلاسیک او مُډرن سبکونو ګډه بڼه خوښوي

د ژوند سبک د ارزښتونو، د چلندونو، عادتونو او سلیقو ټولګې ته ویل کېږي چې د یوه کس، ډلې او ټولنې د ژوند بڼې ته د جوړښت ورکولو برخه کې مرسته کوي. د ژوند سبک کېدای شي، په دوو برخو ووېشو: ۱- د ژوند مډرن سبک، ۲-  د ژوند کلاسیک سبک. د ژوند مډرن سبک، د ژوند هغې بڼې ته ویل کېږي چې د نوې ټکنالوژۍ او ورځنۍ عصري بڼونو تر اغېزو لاندې وي.

افغانستان د سېرومو د تولید له اړخه پر ځان‌بسیا شوی

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې افغانستان د سېرومو د تولید له اړخه پر ځان‌بسیا شوی دی.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن شنبه، زمري ۲۷مه کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام» کړې دي. د یاد وزارت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، تېرکال افغانستان کې تولید شوي سېرمونه ګڼ‌شمېر عربي هېوادونه لېږدول شوې دي.

خوست کې د غلو پنځه کسیزه ډله نیول شوې

خوست کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، د غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.

د خوست امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جنايي جرمونو سره مبارزې مديريت ځواکونو د علي‌شېرو او ترېزیو ولسوالي کې دغه ډله نیولې.

میدان‌وردګ کې په ۱۰۰زره ډالرو یو جومات جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې دغه جامع جومات د جغتو ولسوالي په «سیده کلي» کې د دغه ولایت د یوه اوسېدونکي په شخصي لګښت جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی. د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، دغه جامع جومات د ابراهیم خلیل الله په نوم نومول شوی.

سپین‌غر شپږیزه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د شپږیزې کرېکټ لیګ د نهم پړاو روانو سیالیو کې نن شنبه، زمري ۲۷مه، سپین‌غر ټایګرز لوبډلې په دغه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

سپین‌غر او امو شارکز لوبډلو نن د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړه چې امو لوبډلې لومړی توپ‌وهنه وکړه او سپین‌غر ته یې، د ۱۰۶ منډو هدف ورکړ.

پروان کې دوو زده‌کړیالانو ډرون جوړ کړی

د پروان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو زده‌کړیالانو ډرون جوړ کړی دی.

د توکل‌خان قلم‌یار او احمدوصال په نومونو د یاد پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څلورم ټولګي زده‌کړیالانو سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ډرون تر «دوه کیلومټره» پورې الوتنه کولی شي او په وینا یې، شاوخوا ۳۵زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.