د لوګر مرستیال والي: فارغ شویو ځوانانو ته به‌ کاري‌فرصتونه برابر شي

د لوګر مرستیال والي وايي چې د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې څخه به نویو فارغ شویو ځوانانو ته د کارکولو زمینه برابره کړي.

د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې له دوه پوهنځیو څخه ۱۱۰ زده‌کړیالان فارغ شول. د دغه لایت د لوړو زده‌کړو موسسې رییس ضیاالاحمد صارم جوړې شوې غونډې ته وویل، د ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو څخه شاوخوا ۱۱۰ زده‌کړیالان فارغ شول.

کابل کې بې‌وزلي: ورځنی عاید مو یوازې ۵۰ افغانۍ دی

کابل ښار کې یو‌شمېر بې‌وزله کسان د وزګارتیا او تنګسیې له امله شکایت کوي او وايي چې د ورځې تر ۵۰ افغانۍ عواید لري. ۷۷کلن عبدالرحیم چې د پلازمنې کابل ښار د یوه سړک تر غاړه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې مُچي‌توب کوي، وايي چې د ورځې له ۱۰۰ افغانۍ ډېرې نه‌ګټي او په وینا یې، سرپرست حکومت باید خلکو ته د کار کولو زمینه برابره او د وزګارتیا کچه راکمه کړي.

اوکراین: د روسیې د کُرسک سیمې ۱۰۰۰ کیلومټره خاوره مو نیولې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي وايي چې د روسیې د کُرسک سیمې د دوی د ځواکونو پرمختګ روان دی او په وینا یې، د دې سیمې پر ۱۰۰۰ کیلومټره خاوره ولکه لري.

څه باندې یوه اوونۍ وړاندې اوکرایني ځواکونو د روسیې پر کُرسک سیمې برید کړی چې د دې سیمې ډېری برخې یې، نیولي او د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

په ۱۱ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په یوولس ولایتونو کې د اورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغه ریاست نن پنج‌شنبه، زمري ۲۵مه د هېواد په ۱۱ ولایتونو «ننګرهار، بدخشان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او زابل» کې سبا «جمعه، زمري ۲۶مه او شنبه، زمري ۲۷مه» د اورښتونو اټکل کړی دی.