د ا.ا د واکمنۍ درې کاله؛ عبدالکبیر: د زمري۲۴مه د ۵۰کلن ناورین د پای ورځ ده
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې د زمري ۲۴مه نهیوازې دا چې د بریا ورځ ده، هېواد کې د ۵۰ کلن ناورین د پای ته رسېدو ورځ هم ده.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې د زمري ۲۴مه نهیوازې دا چې د بریا ورځ ده، هېواد کې د ۵۰ کلن ناورین د پای ته رسېدو ورځ هم ده.
د پکتیا مرستیال والي عزیزالرحمن منصور په دغه ولایت کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د درېیم کال نمانځغونډه کې له نظامیانو غوښتنه وکړه چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
د لوګر والي ضیاالرحمن مدني وايي، اسلامي امارت د ولس په همکاري واک ته رسېدلی او له ټولو ملکي او نظامي مسوولانو یې غوښتنه وکړه چې د ولس همکاري هېره نهکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غوښتونکی دی او نهغواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د منفي سیالیو پر ډګر بدل شي.
امیرخان متقي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، د زمري ۲۴مه چې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو له درېیم کال سره سمون لري، په جوړې شوې غونډه کې کړې دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون