د ټولګټو وزارت: تېرکال څه باندې د ۴۶۰ پروژو چارې بشپړې شوي

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې تېر لمریز کال کې د کابل ـ جلال‌اباد لویې لارې د بیارغولو په ګډون د شاوخوا ۵۶۰ پرمختیايي پروژو چارې بشپړې شوي دي.

 دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن دوشنبه، زمري ۲۲مه کابل کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

غزني کې یوه بنسټ ۱۰۰ یتیمانو او معلولانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې

په غزني کې د معلولو کسانو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د حرفوي زده‌کړو په یوه مرکز کې د خیاطۍ، د چرګانو روزنې او د موبایلونو د ترمیم په برخه کې زده‌کړې ورکول کېږي..

اسماعیل چې په دغه مرکز کې د موبایلونو د ترمیم په برخه کې زده‌کړې کوي، وايي چې له دې لارې به د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ فلسطینیان وژل شوي

د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، اګسټ ۱۲مه راپور ورکړی چې د فلسطین د احصایې مرکزي ادارې ارقام ښیې، اسراییلي ځواکونو د اکتوبر له ۷ راهیسې د غزې تړانګې ۱.۸ سلنه نفوس وژلی دی.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سه‌شنبه، زمري ۲۳مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دو‌‌شنبه، د زمري ۲۲مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

بندامیر لوبډلې په شپږیزه لیګ کې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالي نن دوشنبه، زمري ۲۲مه په کابل کې کرېکټ لوبغالي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د یاد لیګ په لومړۍ لوبه کې بندامیر ډراګنز لوبډلې د سپین غر ټایګرز پر وړاندې لوبه وکړه چې دغه لوبه یې، د ۱۹ منډو په توپیر وګټله.