افغان سوداګر: د پاکستان سفارت دې د «ټاډ» اسنادو ورکړې بهیر ګړندی راکړي

یوشمېر افغان سوداګر وایي چې کابل کې د پاکستان سفارت د افغانستان د باروړونکوموټرو چلوونکو ته دغه هېواد ته د تګ‌راتګ لپاره د لنډمهاله اسنادو ورکړې برخه کې ناغېړي کوي چې دوی یې، له ستونزو سره مخ کړې دي. یو بل سوداګر بابه‌ګل د پاکستان له حکومت غواړي چې افغان سوداګرو ته د تګ‌راتګ لنډمهاله اسناد ورکړي.

د وږي په لومړۍ نېټه د سالنګ لویه لاره تړل کېږي

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې نږدې لس ورځې وروسته د «وږي» پر لومړۍ نېټه د سالنګ لویه لاره د باروړونکو او لویو مسافروړونکو موټرو پرمخ تړل کېږي.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن یکشنبه، زمري ۲۱مه سلام‌وطندار ته ویلي چې پر یاده لویه لاره «په کاري ساحه» کې د کانکرېټ اچولو بهیر پیل له امله به یاده لاره د وږي یا سنبلې له لومړۍ نېټې تړلې وې.

تېرکال د ترکیې او پاکستان له زندانونو ۵۷۶۶ افغان بندیان راخوشې شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې تېرکال د ترکیې او پاکستان له زندانونو ۵۷۶۶ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه کړې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن یکشنبه، زمري ۲۱مه کابل کې د «د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح» پروګرام کې کړې دي.

عباس عراقچي د ایران د بهرنیوچارو نوماند وزیر ټاکل شوی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ته عباس عراقچي د نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف وايي چې ټاکل شوي کمېسیونونه به سبا دوشنبه د نوماند وزیران د پلانونو بیاکتنې بهیر پیل کړي. په ۲۰۱۳ کال کې د لنډې مودې لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه هم ټاکل شوی دی.

پکتيا کې لسګونه ځوانان له شپږ مياشتنیو حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «EPD» موسسې په مالي او تخنيکي مرسته ۱۳۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوي شپږ میاشتنو زده‌کړو فارغ شول. هغه زياته کړه چې فارغ شويو کسانو ته يې د مسلک اړوند د تخنيکي وسايلو يو بشپړ کېټ هم ورکړ چې عملي کارکولو برخه کې ترې استفاده وکړي.