ایران کې افغان کډواله: افغانان وهل‌ټکول کېږي او د پوښتنې څوک نشته

ایران کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د امنیتي مسوولانو د ناوړه چلند د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، یوشمېر افغان کډوال سلام‌وطندار ته وایي، د وروستیو ورځو پرمهال په ایران کې د کډوالو پر وړاندې لفظي او فزیکي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

له ۳۲ ځوانانو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ۲۵ یې د خوښې تفرېح ته لاسرسی نه‌لري

د هېواد په یوولس ولایتونو کې له ۳۲ نجونو او هلکانو سره د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې د یادو ځوانانو له ډلې، ۲۵ هغه یې، د خپلې خوښې تفرېحې ته لاسرسی نه‌لري. په دغه سروې کې د کابل، جوزجان، تخار، کندوز، بامیان، بادغیس، سرپل، فراه، کاپیسا، ننګرهار او فاریاب ولایتونو له ځوانانو سره مرکې شوې دي.

د شیخ حسینې زوی: مور مې استعفا نه‌ده ورکړې

د بنګله‌دېش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی، وايي چې مور یې، هند ته له تګ وړاندې، استعفا نه‌وه ورکړې.

شیخ حسینه د تېرې اوونې د دوشنبې پر ورځ دغه هېواد د دولت ضد لاریونونو او پاڅون په پایله کې هند ته لاړه او ورسره یې، ۱۵کلنه واکمني پای ته ورسېده.

پر ښوونځي د اسراییلو برید؛ څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي

غزه کې د بې‌ځایه شویو پر یوه ښوونځي د اسراییلي ځواکونو د هوايي برید له امله څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د حماس د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، برید هغه مهال شوی چې یاد ښوونځي کې خلک د سهار لمانځه پر ادا کولو بوخت وو. حماس بیا دغه برید یو وحشتناک جنایت بللی دی.

ګيان کې په نږدې ۶میلیونه ډالرو زلزله‌ځپلو ته د کورونو د جوړېدو چارې پيل شوې

د پکتیکا ولایت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري یا «UNHCR » په مالي مرسته ګيان ولسوالي کې زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۰۰ کورنیو د جوړېدو چارې پیل شوې. خبرپاڼه کې د ولايت مقام د دفتر رییس محمد ابراهیم اغا له قوله ليکل شوي چې په يادو کورونو ټول پنځه ميليونه او ۸۰۰زره امريکايي ډالر لګښت راځي.