ډاکټران: ښځې له نارینه‌وو ډېرې پر شکر ناروغي اخته کېږي

یوشمېر ډاکټران وايي، ښځې له نارینه‌وو ډېرې پر شکر ناروغي اخته کېږي. په کابل کې له ۲۳ ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې پر شکر ناروغي د ښځو اخته کېدل بېلابېل لاملونه لري. د ۲۳ ښځو له ډلې ۲۰ هغو ویلي چې پر دې ناروغي په ارثي ډول اخته شوې دي. بنفشه او نجیبه چې دواړه پر شکر ناروغي اخته دي وايي، دا ناروغي له مشرانو ورته پاتې ده.

ا.ا ایران ته: له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی مه کوئ، زغم وکړئ

د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ونه کړي او د هغوی پر وړاندې دې زغم وکړي.
دغه وزارت نن پر خپل اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې او په ایران کې له افغان کډوالو سره د هغه هېواد د پولیسو ناوړه چلن د اندېښنې وړ بلل شوی دی.