د لوګر خروار ولسوالي کې سېلابونو بزکرانو ته درانه مالي زیانونه اړولي
د لوګر په خروار ولسوالي کې د شویو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو، کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړولې دي.
د لوګر په خروار ولسوالي کې د شویو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو، کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړولې دي.
د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو عمومي رياست مسوولان وايي، دامهال هېواد کې ۵۰۰ زره ښيلاس يا «پاکستاني موټر» ثبت دي چې د ډېری ټرافيکي پېښو لامل هم دغه موټر ګڼل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، د تېرکال په پرتله د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې کموالی راغلی دی. پاکستان ته د صادراتو له کمېدو سره هممهاله، یوشمېر افغان سوداګر وایي، پخوا به یې اوونۍ کې تر ۳ موټره توکي صادرول، خو اوس په اوونۍ کې یو موټر هم نه صادرېږي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په لرې پرتې ازرې ولسوالي کې د «کلتوري خوځښت» په نوم مشاعره جوړه شوه.
په جوړې شوې مشاعره کې د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس په ګډون د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو، ګڼو شاعرانو، لیکوالانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي، تېرکال د هېواد ناخالص تولید ۱۷.۲۳ میلیارډه ډالر و.
د یادې ادارې د موندنو پر بنسټ، دې شمېرو ته په کتو، د مخکیني کال په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
یادې څرګندونې د دغې ادارې مسوولانو نن چهارشنبه، زمري ۱۷مه کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی احسان جنت د فساد له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع شوی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، زمري ۱۷مه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې احسان جنت د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع کړی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون