مجاهد: د اسلامي همکاریو سازمان دې له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې کړي

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له ۵۷مې غونډې سره هم‌مهاله هیله څرګندوي چې یاده غونډه د افغانستان په ګټه تمامه شي.
نوموړی له دغه سازمان څخه غواړي چې له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراخولو او پیاوړي کولو برخه کې له ا.ا سره همکاري وکړي.

د شخصي او ژېړرنګه ټکسي موټرچلوونکو ته خبرداری؛ «دوو میاشتو کې یې رنګ کړئ»

د ټرافیکو عمومي ریاست اعلان کړی چې شخصي او ژېړرنګه ټکسي موټرچلوونکو ته یې دوه میاشتې نور وخت ورکړی چې رنګ یې بدل کړي.
خو یوشمېر هغه موټرچلوونکي چې په کابل ښار کې په ژېړرنګه ټکسیو او شخصي موټرو کې مسافر لېږدوي را لېږدوي، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو له عمومي ریاست څخه غواړي چې د دغو موټرو د بندولو پر پرېکړې له سره غوره وکړي.

هېواد کې د هوا تودېدل او د برښنا پرچاوۍ په اړه د خلکو شکایتونه

په ځینو ولایتونو کې د هوا تودوخه تر ۴۴ سانتي ګراد درجو پورې له لوړېدو سره هم‌مهاله د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د برښنا پرچاوي زیاته شوې او ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د کابل یو اوسېدونکی سمېع‌الله وايي، په یوه شپه او ورځ کې یوازې له درېوو تر څلورو ساعتونو پورې برښنا لري.

ا.ا د هوټلونو او د تېلو او ګازو د ټانکونو مالیې ۵۰ سلنه کمې کړي

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت مسوولانو نن (د زمري شپاړلسمه، سه‌شنبه) د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په ځینو برخو کې یې مالیې کمې کړې دي.
د سرپرست حکومت د پرېکړې له مخې، د تېلو او ګازو د ټانکونو ثابته مالیه له ۰،۶ سلنه څخه ۰،۳ سلنې ته راټیټه شوې ده.

اقلیمي بدلونونه؛ د ماشومانو د خوندیتوب سازمان: شپږو میاشتو کې ۳۸ زره افغانان بې‌ځایه شوي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save the children) ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږترلږه ۳۸ زره افغانان چې له نیمايي ډېر یې ماشومان دي، د اقلیمي بدلونونو له کبله بې‌ځایه شوي دي. دغه سازمان نن (د زمري ۱۶مه، سه‌شنبه) پر خپلې وېب‌پاڼې یو راپور خپور کړی چې په‌کې لیکل شوي، سږ کال په افغانستان کې د تېر هغه په پرتله د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر زیات شوی دی.

اسراییلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ فلسطینیان وژلي

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې پر تړانګې د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان دي.
د الجزیرې خبري شبکې نن (د زمري شپاړلسمه، سه‌شنبه) راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر فلسطینیانو درې بریدونه کړي دي.