تهران کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل؛ په منځني ختیځ کې کړکېچ په ډېرېدو دی

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې د شخړو د زیاتېدو په اړه د اندېښنو په دوام، امریکا پر اسرابیلو د ایران د احتمالي برید خبرداری ورکړی دی.

د اکسيوس د راپور پر بنسټ، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټونيو بلېنکن د جي‌۷ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ویلي چې شونې ده ايران له دوشنبې څخه د اسراييلو پر ضد بريدونه پلان کړي.

د ښار جوړولو وزارت: یوه کال کې ۵۷ ښاري پراختیايي پلانونه تایید شوي

د ښار جوړولو وزارت مسوولانو د دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته‌راوړنو د وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي چې تېر کال د ولایتونو لپاره ۵۷ ښاري پراختیايي پلانونه منل شوي دي. د دغه وزارت سرپرست حمدالله نعماني وايي، تېر کال یې ۴۴۳ رغنیزې پروژې څارلي او له ۳۰۰۰ څخه زیاتې ښاري سرغړونې یې په نښه کړې دي.

کابل کې د لاسي‌توکو پلورونکې: بې‌وزلي پر سړک د توکو پلور ته اړ کړي یوو

کابل کې د سړکونو پر غاړه د لاسي توکو پلورونکې وايي چې د بې‌وزلي له امله هره ورځ له سهار تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره خپله ټوله ورځ پر سړکونو تېروي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې ستونزې یې ډېرې او ژوند یې له کړاوونو ډک دی. یادې مېرمنې زیاتوي چې مجبوریت او تنګسیې اړ کړې چې یوې مړۍ ډوډۍ پسې له کوره بهر راووځي.

د افغانستان بانک څه باندې ۵۵۹ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هرات ولایت کې یې، څه باندې پنځه میلیونه زاړه افغاني بانک‌نوټونه چې د چلښت وړ نه‌وو، سوځولې دي.

دغه بانک نن دوشنبه، د زمري ۱۵مه پر خپله اېکس‎‌پاڼه لیکلي چې د هېواد په لوېدیځ زون هرات کې پنځه سوه نهه پنځوس میلیونه او ۱۴۱زره، زړې افغانۍ سوځولې دي.

زابل کې د سېلابونو له امله لس کسان مړه شوي

د زابل محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې بېګاه شپه د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې، لس کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

سېلابونه د دغه ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې راوتلي دي. د مسوولانو  په وینا، دغه کسان د شینګۍ ولسوالي اړوند سیمو کې مړه او ټپیان شوې دي.

عمران‌خان: پوځ سره اړیکه نه‌ساتل «ساده‌توب» دی

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې دا مهال په بند کې دی، وايي، د دغه هېواد پوځ سره «ښې اړیکې» نه‌درلودل «ساده‌توب» دی.

عمران‌خان رویټرز ته ویلي، که څه هم امریکا په ۲۰۲۲کال کې دی له واکه لرې کړی، خو په وینا یې، بیا هم له دغه هېواد سره کینه نه‌لري. عمران خان له دې وړاندې، هغه مهال چې له واکه لرې شو، ادعا کوله چې د پاکستان پوځ او امریکا یې، حکومت پرځولی دی.